اسلام آباد 22 ستمبر (ا?? پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي امريكا او د س??مې هېوادونه مقبوضه کشمیر كښې د هند ??خوا د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه يوه مركه كښې د?? ووئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند ??ه د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې دا وړاندېز وركړې چې مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره دې نړيواله اداره خپل يو خاص استازې وټاكي۔ ده وئيل د س??ئيلي آ??يا منطقه كښې امن لپاره پاكستان د سارك خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ دوام دار وي۔