انقرہ 4 جنوری (اے پی پی) ترکیې او پاکستان دوه اړخيزه اړيكو او د معیشت پشمول بيلو څانګو كښې م??ستې ته لا ودې ور??ول?? ته سلا شوې دي۔۔وزیراعظم پاکستان عمران خان او د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ انقرہ كښې شريك خبرې کنفرنس ته خطاب کښې ووئيل د پاکستان او ترکیې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې د وخت سره سره لا قوي كېږي او دا به لا مستحكم شي۔په دې موقع پر وزیراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان وګړو د تركيې د آزادۍ په تحریك كښې مهم کردار ترسره كړې ؤ، ترکیا او پاکستان خپلو كښې د ملګرتيا او ورورولۍ اړيكې لري۔ ده ووئيل مونږ د تركيې سره په ټولو څانګو كښې او په خاص توګه معیشت كښې د مرستې زياتولو خوښې لرو،هم دغه وجه ده چې م??اشی ډله هم ما سره راغلې ده۔ده ووئيل د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات كښې د ام??يت په اړه په دوه اړخيزه چارو غور شوې۔ ده ووئيل پاکستان كښې 50 لکھ بې كوره كسانو له كورونه جوړو، هاؤسنګ، صحت او تعلیم په څانګو ككښې د ترکیې د تجربې څخه استفادہ كول غواړو، پاکستان د امریکې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو كښې م??سته كوي، افغانستان كښې ام?? د سيمې پرمختګ او استحکام له ضروري دې، سيمه كښې ام?? له هند سره هم خبرې اترې كول غواړو، هند په مقبوضه کشمیر كښې د طاقت استعمال کوي۔ ده ووئيل پاکستان د مدينې ریاست په طرز د جوړولو خواهش لرو۔وزیراعظم عمران خان ووئيل مونږ د افغانستان په معامله د تركيې سره د مرستې خوښې لرو۔ په دې موقع د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان ووئيل وزیراعظم عمران خان پاکستان كښې بدلون لپاره هلې ځلې كړي، مثبت خبرې اترې شوې، خواهش لرو چې د پاکستان او ترکيې اړيكې تر اوږدې مودې م?? په وړاندې لاړې شي، د پاکستان ،افغانستان ،ترکیې درې اړخيزه غونډه به د افغان ام?? عمل كښې م??ستياله وګرځي۔ ده ووئيل د ملاقات په مهال مونږ په ټولو څانګو كښې د مرستې د امکاناتو جاج اخستې۔ ده ووئيل د ترکیې فاؤنډېشن په اړه د سپریم کورټ د پريكړې هركلې ??وو?? ده هيله څرګڼده كړه چې كال 2019 به پاکستان او ترکیې ترمينځه د لا نزدې والې كال وګرځي۔