اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) سناتور عبدالقیوم وئيلي دي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو مل??ونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان او مقبوضه كشمير پشمول ټولې مهمې مسئلې په جرات او بهادرۍ په ډاګه كړې۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خطاب جامع او مناسب ګرځولې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او خارجه وزير د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره سائيډ ??ائن مل????ات??نه كړې او ھغوي ئې د پاكستان د نطقه نظر نه خبر كړي۔ د خارجه چارو پخواني وزير شاہ محمود قرېشي هم د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي غونډې ??ه وېنا جامع او مفصله ګرځولو سره ووئيل وزيراعظم د پاكستان دريځ په ښه ډول بيان كړې۔ ده ووئيل نړۍ د ترهه ګرۍ په ??د د پاكستان د كاميابو او قربانيو نه ښه خبر ده ۔ ده د پاكستان روس سره ښې كېدونكې اړيكې هم ډېرې غوره وګرځولې۔