اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې شاعر مشرق ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو ښه طريقه د هغه افكار عملي كول دي٬ مونږ ته به د اقبال د فكر په رڼا كښې خپل نن او سباؤن جوړول وي٬ علام?? اقبال خپل ټول ژوند مسلمانان راويښولو او په دې كښې د ذمه وارې احساس پېدا كولو لپاره وقف كړے و۔ د اقبال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې مريم اورنګزېب ووئيل چې ځوان كول لپاره د اقبال پېغام د روښانه لارې او فكري تربيې غوره ذر??عه ده۔ هغ?? ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د قائداعظم او علام?? اقبال د تصور له مخې اقدامات كوي۔ هغ?? ووئيل چې د علام?? اقبال پېغام كوم يو هېواد يا قوم لپاره محدود نه دے۔ د هغه د فلسفه حريت او خودۍ څخه د ټولې نړۍ مظلوم طبقې ف??ض ترلاسه كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې مونږ ته به معاشي پرمختګ سره د اقبال د افكارو په رڼا كښې د قوم كردار سازي كول وي