اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) د اسلام آباد په شمول د پنجاب او خېبر پختونخوا په بېلو ښارونو كښې د 5.6 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔ د كوم ځاني يا مالي زيان ??طلاع تر دې دمه ترلاسه شوې نه ??ه۔ د زلزلې جړقونه میانوالی، سرګودھا ، بھکر، چکوال، اېبټ آباد، مردان، مانسهرہ، ډېرہ اسماعیل خان ٬ صوابی، پاراچنار، سوات او د بنوں په شمول بېلو ښارونو كښې محسوس كړې شول چې دورانيه ئې 20 څخه تر 30 سېكنډ وه۔ زلزلې څخه وروستو وګړو كښې ويره خپره شوه او د كلمې طيبې ذكر كولو سره كورونو او دفترونو څخه بهر شول۔د زلز??ه پېما مركز ترمخه د زلزلې ش??ت په رېكټر سكېل 5.6 ريكارډ كړې شوې۔ د زلزلې مركز بنو څخه 30 كلوميره لرې قطبي سيمه كښې 12 كلوميټر دننه مزكه كښې وو۔ زلزلې څخه وروستو د كوم ځاني يا مالي زيان ??طلاع ترلاسه شوې نه ??ه۔