اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) سېنېټ كښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د فاټا په حقله د بل وړاندې كولو د تحريك مخالفت او د غونډې نه واك آؤټ كړے دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د قانون وزير محمود بشير ورك چې بل ايوان ته وړاندې كړو نو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور ????ما?? كاكړ پاسېدو او وې وئيل هغه او نور ??ړي په دې خبره كول غواړي۔ چيئرمېن دوي ته اجازه وركړه او هغه ووئيل د فاټا يو تاريخ دے٬ زمونږ د ګوند په منشور كښې د 40 كلونو نه دا غوښتنه شامله ده چې اېف سي آ?? دې ختم كړے شي۔ د فاټا اولس به د جرګو د لارې پرېكړې كولې٬ هتله جرائم نه وو۔ هغه ووئېل په مېران شاه٬ مېر ??لي كښې د زرګونو په شمېر ??وكانونه تباه كړې شوي۔ د فاټا اولس ترهګر نه وو۔ هغه ووئيل د آئين د آرټيكل 247 خلاف وزري كېږي۔ يوازې اولس مشر د فاټا په اړه قانون بدلولې شي۔ هغه ووئيل د فاټا اولس انضمام نه غواړي۔ سبا چې هر څه كېږي٬ ذمه وار به ئې دا ګوندونه وي۔ دې سره سناتور ????ما?? كاكړ او د هغه د ګوند غړو د ايوان نه واك آؤټ وكړو