اسلام آباد 15 ستمبر (اے ??ی پی) خار??ه وزير شاہ محمود قریشی د خالي په ورځ د افغانستان يوې ورځنۍ دورې په مهال کابل كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غنی ، چیف ایګزیکټو عبداللہ عبداللہ او د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی سره ملاقاتونه كړې دي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه خبرې اترې هم شوې چې پكښې د امن او سلامتیا په اړه د چارو پشمول په دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث وكړې شو۔ د افغانستان اولس مشر اشرف غنی هم په خبرو اترو كښې موجود ؤ۔ خار??ه وزير شاہ محمود قریشی د پاکس??ان?? پلاوي مشري كوله دغسې د اولس مشر اشرف غنی د افغان پلاوي مشري كوله۔ پاکس??ان?? پلاوي كښې خارجه سیکتره تهمینه جنجوعه او نور شامل ؤ۔ دې څخه وړاندې خار??ه وزير شاہ محمود قریشی او افغانستان اولس مشر اشرف غنی ترمينځه يو په يو ملاقات شوې ؤ كوم چې تقریباً 45 دقيقې روان ؤ۔ د خبرو اترو پھ مهال دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې د امن په اړه د خيالاتو څركندونه شوې، په دې مهال د افغانستان اولس مشر شاہ محمود قریشی له د خار??ه وزير په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔ د پاکستان او افغانستان ترمينځه د پلاويو په كچه تقریبا يو نيم ساعت خبرو اترو كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه تجارت ، افغانستان كښې امن په اړه د پاکستان کردار، بارډر مینجمنټ او جلال آباد كښې د پاکستان قونصل خانې بنولو پشمول په نورو مهمو چارو بحث شوې۔ خار??ه وزير شاہ محمود قریشی د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی سره هم ملاقات کړې۔شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان او افغانستان دواړه يو ډول چیلنجونو سره مخ دي د كومې مخنيوي له چې به پھ ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكو او مرستې ته د لا ودې وركولو زيات ګنجائش شته۔خپل تاثرات كښې خار??ه وزير د افغانستان خپل همڅنګ ته ووئي?? سيمه كښې امن له پاکستان او افغانستان كښې امن ته اړتيا ده۔ ده ووئيل زمونږ هېواد د ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړې۔ د افغانستان خار??ه وزير ووئيل پاکستان لپاره هم امن ته دومره اړتيا ده څومره چې افغانستان لپاره ده۔په دې موقع شاہ محمود قریشی دوه اړخيزه چارې حل كولو له د دواړه اړخه علمائے کرام غونډې تجویز وركړو۔ دې نه پس خار??ه وزير شاہ محمود قریشی د افغانستان چیف ایګزیکټو عبداللہ عبداللہ سره هم وليدل په دې مهال عبداللہ عبداللہ شاہ محمود له په چوكۍ سنبھالولو مبارکي وركړه۔دې څخه وړاندې د خالي په ورځ خپلې وړومبۍ غیر ملکی دوره كښې شاہ محمود قریشی چې كله د افغانستان پايه تخت کابل ته ورسيد نو د افغانستان خار??ه وزارت اعلیٰ چارواكو د هغه په هوائي ميدان تود هركلې وكړو دې نه پس خار??ه وزير د افغانستان صدارتی ماڼۍ ته لاړو چرته چې د افغانستان خپل همڅنګ صلاح الدین ربانی د هغه هركلې وكړو۔