اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی)د د اطلاعاتو خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزيب وئيلي دې په پارلمان بريد كوٶنكے قانون سازۍ٬ انتخابي اصلاحاتو او د آئين او قانون سرلوړۍ سره هېڅ تعلق نه لري٬ د عمران په ذهني حالت نن هم تشويش شوې٬ ?? پاكستان آئيني ادارې متنازعه جوړونكو او د ادارو سپكاوې كوٶنكو له شرم پكار دې٬ د نورو د احتساب خبره كوٶنكي مخكښې خپله قانون ته وړاندې شي٬ الېكشن بل پارلمان منظور كړو٬ افسوس لكه د تل غوندې عمران نن هم په اړي ګړي كښې بوخت وې۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې مريم اورنګزيب ووئيل محمد نواز شريف د خپلې ټولې كورنۍ د تېرو 30 كالو حساب وركوي٬ تاسو يوازې د درې ٬ پنځه كالو حساب وركړئ ٬ د هندوانو او يهوديانو نه ګوند له ف??ډن?? چا اخستې؟ د ګوند فنډ لپاره جواري چا كړې؟ د بني ګاله كور د كومې جوارۍ په پېسو اخستې شوې؟ مريم اورنګزېب ووئيل تا د خپلې غلا او جرم خپله اعتراف كړې٬ يوازې د سزا انتظار دې٬ يو د قانون عدالت نه او بل ?? پاكستاني اولس د عدالت نه ۔مريم اورنګزېب ووئيل خېبر پښتونخوا كښې خپل كرپشن پټولو لپاره د احتساب عدالت ته ??اله چا وهلې؟ دې ووئيل عمران خان ?? پاكستان اولس ستا د اصليت نه خبر شوې دي٬ ته هېواد دښمنه عناصرو سره ئې٬ تا چې په څلورو كالو كښې د خېبر پښتونخوا اولس سره څه كړې د دې بدله به اولس درنه په كال 2018 كښې اخلي۔ مريم اورنګزيب ووئيل نواز شريف تل ?? پاكستان پرمختګ٬ سلامتيا ٬ سوكالۍ او د امن خبره كړې عمران لپاره ئې د لوۓ څښتن نه د هدايت دعا كړې۔ دې ووئيل عمران خان تل دروغ وئيلي٬ د هېواد د پرمختګ د لارې نيولو خبره ئې كړې٬ هېواد دښمنه عناصرو سره ئې ملګرتيا كړې٬ د ادارو سپكاوئ ئې كړې او په پارلمان ئې بريد كړې۔ عمران خان مخاطب كولو س??ه مريم اورنګزېب ووئيل ته ??ه ?? پاكستاني اولس نه كله بخښنه غواړئ٬ خدائے ته ??ه توبه كله اوباسې٬ تا له شرم ولې نه درځي۔