اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) پاكستان د افغانستان ګرديز ولايت كښې د پوليس په تربيتي اكېډمۍ د ترهه ګر بر??د په سختو ټكو غندنه كولو سره په بر??د كښې د حق رسېدليو كورنيو٬افغان حكومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړې ده ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند په ګرديز كښې د پوليس پھ تربيتي اكېډمۍ ترهه ګرۍ بر??د په سختو ټكو غندنه كړې ده د كومې په نتيج كښې چې يو شمېر د ځانونو زيان شوې او يو شمېر نور بې ګناه كسان ژوبل شوي۔پاكستان په دې بر??د كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره د حق رسېدليو كسانو كورنيو٬افغان حكومت او اولس سره غمرازي كړی او ژوبل شويو لپاره يې د زر روغتيا دعا كړې۔پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنې پخلي كولو سره د ترهه ګرۍ او د دې لعنت نوغې ويستو له ئې د هڅو او مرستې جاري ساتلو لپاره د خپل عزم څرګندونه كړې ده