اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اېنټي ناركوټكس فورس﴿ اے ??ېن اېف﴾ تر سيوري لاندې د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې د نشه اي توكو د سوځولو دستوره وشوه چې پكښې د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ صلاح الدين ترمذي د خاص مېلمه په ت??ګه ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان يو شمېر خطراتو سره مخ دے۔ د نشه اي توكو ناسور زمونږ ټولنه په سختې سره اغېزمنه كوي٬ د دې په سختې سره مقابله كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې اے ??ېن اېف د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي لپاره په قومي او نړيواله كچه هڅې كوي٬ وفاقي وزير په دې لړ كښې د اے ??ېن اېف كردار او هڅې وستائيلې۔ وفاقي وزير په دې لړ كښې اے ??ېن اېف ته د بش??ړه مرستې باور وركړو۔ دستورې ته نورو يو شمېر شخصياتو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اے ??ېن اېف ډي جي مېجر جنرال مسرت ن??از ملك د خپلې وېنا په مهال د اے ??ېن اېف په كاركردګې رڼا واچوله