اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) چين د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ځانګړې قربانۍ تسليمو??و سره وئېلي چين به په هر ډول صورتحال كښې پاكستان سره سم ولاړ وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ د قا??ي سلامتيا ??لاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د نهې په ورځ ملاقات كښې كړې۔ د خبرو اترو په مهال د نورو معام??و سره سره د امر??كې اولس مشر ټرمپ په اوسني ټويټ هم بحث وشو۔ د قا??ي سلامتيا ??لاحكار د چين سفير ياؤجنګ ته د ده دوهم كور پاكستان ته په راتلو هركلې وئي??و سره د امر??كې اولس مشر لخوا د پاكستان په ضد په ټويټ د اندېښنې څرګندونه وكړه۔د چين سفير ووئيل زمونږ هېواد به هر ډول صورتحال كښې پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده د پاكستان سلامت??ا او استحكام له د چين د مضبوط عزم پخلې وكړو۔ دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې پاك چين اړ??كې نه يوازې د دواړو هېوادونو د اولس د مفاداتو ساتنه كوي بلكې سوئېلي آسيا كښې د امن استحكام لپاره هم ضروري دي۔ ده افغانستان كښې د سياسي مصالحت په حاجت زور راوړو۔