اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره د رومانيه سفير نكولائي جي آوا ملاقات كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل پاکستان ??ومانیه سره په پراخه بنياد او د اوږدې مودې اړيكې غواري٬ د دواړو هېوادونو تر مېنځه د فلم او خپرونو په څانګه تبادلو سره به اولسي رابطو ته په وده كښې مرست?? ترلاسه شي۔ د?? ووئيل فلم يو داسې طاقتور مېډيم دې چې ورسره د نورو كلتور معرفي كېدې شي ۔ د?? ووئيل فلم سره د نورو د قامي ورثې او په دود دستور پوهېدو كښې مرست?? ترلاسه كېږي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د پاكستان فلمونه په رومانيه كښې ښودلو سره به د پاكستان ??شخص په نړيواله كچه رامخې ته كېدو كښې مرست?? ترلاسه شي۔ د?? ووئيل پاكستان ?? 60 او 70 په لسيزه كښې زيات فلمونه جوړونكې هېواد ٶ۔ دې ووئيل اوسنې حكومت امن لپاره په بشپړه توګه كار كوي او پاكستان ?? امن او امان په صورتحال او معاشي مېدان كښې د ذكر وړ پرمختګ كړې دې۔ د رومانيه سفير نکولائي جي اوا ووئيل پاكستان ?? منطقې مهم هېواد دې چرته چې جمهوريت فعاله دې او ميډيا ته آزادي ترلاسه ده۔