كو??ټه 12 نومبر (اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس اف پاكستان ﴿اے پي پي﴾ منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئيلي دي چې په بلوچستان او په خاص توګه په لرې پرتو سيمو كښې د پرمختيائي چارو جامع كورېج لپاره به په كو??ټه كښې د اے پي پي بيورو د نوي معيار له مخې جوړولې شي۔ د اتوار په ورځ د كو??ټه بيورو د دفتر دورې په مهال عملې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې عمله دې د صوبې ريښتنې حال په ډاګه كولو لپاره په وخت او درست خبرونه باوري كړي۔ ده عملې ته ووئيل چې هغوي دې په بلوچستان كښې د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره هڅې هم په ډاګه كړي۔ ده د ډي آئي جي حامد شكيل كورنۍ سهر غمر??زي وكړه كوم چې د زيارت په ورځ ??ه ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے و۔ مسعود ملك په كو??ټه كښې د اے پي پي د بيورو د بېلا بېلو څانګو دوره هم وكړه۔ په ??ې مهال هغه ته د بيورو د ستونزو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده د ملازمينو انفرادي ستونزې واورېدې او باور ئې وركړو چې د ملازمينو جائز ستونزې به زر حل كړې شي۔ ده په كو??ټه كښې د اے پي پي بيورو په كار كښې لا بهترې او د دې ښه والي لپاره د اقداماتو احكامات جاري كړل كومه چې د پاك چين اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ په اړه د پرمختيائي چارو په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د كومې د لارې به چې د صوبې قسمت بدل شي ځكه چې د اربونو روپو د سي پېك پرمختيائي پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي۔ د اے پي پي اېم ډي٬ ډائرېكټر كوارډينېشن سره يو ځائ د كو??ټه بيورو د دورې كولو نه پس د كو??ټه پرېس كلب پلاوي سره غېر رسمي ملاقات هم وكړو او پلاوي سره ئې مېډيا ته په ورپېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔ ده باور وركړو چې اے پي پي به په صوبه كښې خپل قدرمنو صارفينو ته په تندې سره د نيوز سروس لړې روانه ساتي۔