اسلام آباد 15 جنوری (اے پی پی) د نجكارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز وئيلي دي حكومت د پي آئي اے د كور ب??نس نجكارۍ عمل ته د آپرېل تر 15مه نېټې د حتمي ش??ل وركولو پوخ عزم لري٬د نجكارۍ دې عمل سره به قامي معيشت قوي ش??٬مونږ پي آئي اے په سم لوري روانوو٬د نجكارۍ عمل كښې به د قانون عملدرآمد او سپيځلتيا ب??وري كولې شي٬دې سره به غېر ملكي سرمايه كارو ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته راغب كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا ك??لو پھ مهال وكړی۔ده ووئيل شپھ او ورځ خواري كولو سره د نجكارۍ عمل په سمه لار روان كړی شوې۔د پي آئي اے په نجكارۍ د شريكې ګټې كونسل او د كابينه پشمول په نورو فورمونو تفصيلي خبرې شوي۔ده ووئيل د پي آئي اے د نجكارۍ ټاكنو سره هېڅ تعلق نشته٬نه دا ك??م سياسي فوائنټ سكورننګ دے بلكې دا قامي ضرورت دے۔ ده ووئېل په دې لړ كښې ټولو سياسي ګوندونو پھ اتفاق سره د اپرېل په 15مه نېټھ كال 2017م كښې يو قانون منظور كړی او عملي كول يې قانوني تقاضا ده۔ده ووئيل حكومت به يوازې كور ب??نس خرڅوي خو نور املاك او اثاثې به حكومت سره وي۔حكومت د يوې بلې كمپنۍ جوړولو پلان لري كومه به چې د پي آئي اے د ټولو فيكس آثاثو نظام چلوي۔ده ووئيل مونږ به د پي آئي اے د مل??زمانو د حقونو تحفظ كوو٬زه د نجكارۍ كميسون وړومبنې چيئرمېن يم چا چې د سټل مل?? مل??زمانو له د څلورو مياشتو تنخا ب??وري كړه