اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د اردن شاه عبدالله دوئم ابن الحسين د زيارت په ورځ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وزيراعظم هاؤ?? كښې ليدلې دي۔شاه عبدال??ه او وزيراعظم خپلو كښې د پلاويو په كچه خبرې اترې هم كړي ۔شاه عبدال??ه او د وزيراعظم ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د بېلو څانګو شريكې مرستې زياتولو لپاره د نوو لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔دواړه لارښود دې خبرې ته سلا شوي چې شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په اړه اړيكو ته به پراختيا وركولې شي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه اوسنې تجارت دا مهال 7 كروړه 50 لكه ډالره دے٬دواړو لارښودو د پاكستان او اردن ترمينځه سياسي اړيكې وستائېلې۔دوي په ??ې مهال په سيمه ايزه وضعه او په خاص توګه د امريكې د اړخه يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمولو نه پس د منځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د فلسطين كاز لپاره د پاكستان څرګن??ې مرستې پخلي كولو سره ووئيل پاكستان د امريكې دغه پريكړه رد كړې او پاكستان به د فلسطين مسئلې حل له غېر مشروط ملاتړ روان ساتي۔وزيراعظم په لائن آف كنټرول د اوسني صورتحال او د پاكستان د اړخه د ترهه ګرۍ مخ نيوي هلو ځلو او سيمه ايز امن او استحكام له د عزم څخه هغه خبر كړو۔په ??ې موقع د پاكستان او سلطنت اردن ترمينځه سول پروټكشن او او د سول ډيفنس په لوظ نامه لاس ليك وشو۔په ??ې موقع د هاؤسنګ او تعميرات وزارت او د پبلك وركس وزارت ترمينځه د مفاهم په يادښت لاس ليك هم وشو۔شاه عبدالله په تود هركلي كولو د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مننه وكړه۔وزيراعظم شاه عبدال??ه او د هغوي پلاوي له مېلمستيا وركړه ٬ شاه عبدالله دوئم 11 كاله پس پاكستان ته راغلې او د هغه د پاكستان دا دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورورلۍ اړيكو عكاسي كوي