ایبټ آباد12 فروری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضیٰ جاوید عباسی وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا كښې به مسلم لیګ (ن) يو لوئ س??اسی قوت جوړ شي، د مخالف ګوندونو د اسمبلۍ غړو لخوا په مسلم لیګ (ن) كښې شمولیت كولو سره په ګوند د هغوي د باور څرګندونه ده۔ نملی میرا كښې يوې اولسې غونډې ته خطاب کولو سره مرتضیٰ جاوید عباسی ووئيل چې د صوابۍ څخه بابر سلیم، هری پور څخه ګوهر ن??از خان او مردان څخه جمشید خان په مسلم لیګ (ن) كښې شامليدل په مسلم لیګ (ن) د اولس د بشپړه باور څرګندونه ده، د صوبې اولس د تح??یك انصاف صوبائی حکومت څخه خوشحاله نه دي، د تح??یك انصاف کارکردګۍ څخه مایوس كيدو سره وګړي مسلم لیګ (ن) كښې شاملېږي، صوبه خېبر پښتونخوا كښې به راروان حكومت د مسلم لیګ (ن) وي۔ ده ووئيل د صوبې اولس د تح??یك انصاف او مسلم لیګ (ن) دواړو موازنه كړې ده، تح??یك انصاف د صوبې اولس له د مایوسۍ نه علاوه نور څه هم نه دې وركړې دغسې مسلم لیګ (ن) هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان كړې